د اسلامي فقې نړیوالې ټولنې د رسمي ویبپاڼې په حواله وئيل شوي دي، د اسلامي ملګرتیا موسیسې عمومي منشي حسین ابراهیم طه د قطر په دوحې، د دغې ټولنې د شپږویشتمی ناستې په پرانیستونکې غونډې کې د امت د روښانه کولو او د اسلام د تسامح ارزښتونو د خپرولو په برخې کې د دغې ټولګې د هڅو ستاینه وکړه. هغه د اسلامي فقهې پر اهمیت ټینګار وکړ چې د امت په لارښوونه او د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې د ستونزو په حل کولوکې رول لري.
دغه ناسته د تیرې یکشنبې په ورځ د نړۍ د اسلامي عالمانو په ګډون او د قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی تر څارنې لاندې پیل شوه. د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزیر غانم بن شاهین دغې ناستې ته د عالمانو او کارپوهانو د ورتګ هرکلی ووایه او د فقهې او اسلامي فکر د رول په پیاوړتیا ئې ټینګار وکړ.
د مکې معظمې د حرم امام او خطیب او د دغې ټولګې مشر شیخ صالح بن عبدالله بن حمید د دغې ناستې د موضوعګانو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا موضوعات ډله ایز اجتهاد ته اړتیا لري. ددغې ټولنې عمومي منشي قطب مصطفى سانو وویل چې د دغې ناستې موضوعګانې د واقعیت پر بنسټ دي او په شخصي او ټولنیز ژوند ئې اغېزې شیندي ، لکه مصنوعي ذکاوت(آرټیفیشل اینټلیجنس)، د استصحاب قاعده، برېښنایي لوبې، د نفسیاتي ناروغیو پر شرعي اهلیت اغېزې او د مالي صنعت نوې موضوعګانې.
دغه ناسته د ۱۸۷ علمي څېړنو او د ۶۰ هیوادونو د ۲۳۰ عالمانو او کارپوهانو په ګډون تر ټولو لویه ناسته بلل شوې ده. د ایران له ایران څخه حجتالاسلام حمید شهریاري او آیتالله احمد مبلغي په دغې ناسته کې ګډون لري.
https://iqna.ir/fa/news/4280725